نه مې د حج ثواب نصيب شو نه د مئيو ګناه
غربته تا په هر ميدان کې پرزولے يمه
#روغانے
#pashtopotery
مونږ خو تراوسه د شېطان بارۀ کښې داسې اَورو
د خدائے باغي دے، کړي انسان ته د بدۍ نصيحت
ما عجيبه شېطانان اوليدل حيران ئې کړمه
خپله شېطان وي او کوي به د نېکۍ نصيحت
#روغانےبابا
#Pashtopotery
پورته شوے غږ سره مې غږ د چا ؤ؟
څوک خو ؤ چې مې سکوت کښې هم نوا ؤ
#فېصل فاران
#Pashtopotery #urdunews
ورته اووايه دعا سالک ته وکړه
خو خبره درنه نۀ شي چې بيمار دے
مصطفی سالک
#Pashtopotery
*ليونی فلسفي غنیٓ بابا*
بے پروا لکه لولئ وے په ګلونو ګرځيدلے
او چه ټول عمر ماشوم وے په بلا نه اوړيدلے
د دنيا د وږو سترګو بے خبره ګرځيدلے
چه په خوله د جانان نه وے د فراق وريتے غزلے
بے خبره چه ادم وی د رازونو د حوا نه
نااشنا مجنون ويده وی د غمونو د ليلیٰ نه
#Pashtopotery
که عزت غواړې خپل مقام کړه اوچت
فطرت، له خپله سکونته ګوری
ښکته ناست بره ناست ته ګوری بره
بره ناست ښکته ناست ته ښکته ګوری
(ارواښاد روغانې #بابا)
#Pashtopotery
فطرتاً انسان غاصب دے بې له ضبطه
د جامو د لاندې هر سړے لغړ دے
#روغانے بابا
#Pashtopotery
خدايه زه دا ولې په زړو قيصو کښې ورک يم
ښـه يې ويـــــــنم چې دا دور د مشــــــېن دى
خالق زيار
#Pashtopotery
#Pashtopotery
دغه بې درد ځکه احساس د چا د وير نه لرې
درد درمند به څه محسوس کړې چې ضمير نه لرې
،،،،،،،،،عمردراز مروت
زه د حالاتو په دارونو زانگم
ته د چا زلفي بالښتونه غواړي
زه د وختونو په انگار دیره یم
ته د چا سرې شونډې گلونه غواړې
هغه چې مينې پورې ټوقې کوي
ته په هغې سترگو کې کور لټوې
ته له دې ښکلو خلکو مينه غواړې
ته په دې مړو اېرو کې اور لټوې
#Pashtopotery